خبرونه
-
د امریکې متحده ایالات د ارسلا رحمانی ترور غندي
د امریکې متحده ایالات د سولې دعالي شورای د غړي او د مشرانو د جرګې د سناتور ارسلا رحماني وژنه غندي.
-
امریکا په مزار شریف کې د خپلو ډیپلوماتیکو اوږدمهاله شتون ته ژمنه ده
د امریکې متحده ایالات په مزار شریف کې د ډیپلوماتیکو اوږدمهاله شتون لپاره ژمن ده. په یاد ښار کې زیات امریکايي ډیپلوماتیک شتون لري او اوسمهال مونږ د امریکې د ډیپلوماتیکو د دایمي شتون د څرنګوالي او مودې لپاره په خپل اختیارونو کتنه کوو.
-
د اوږدمهاله ستراتيژيكو همكاريو د تړون لومړۍ برخه
د افغانستان د اسلامي جمهوري دولت (وروسته تردې، افغانستان) او د امريكا د متحده ايالاتو دولت (وروسته تردې، متحده ايالات) له 2001 م/1380 هـ ش كال را پدې خوا، نړيوال امنيت
-
په انځورونو کې د کړنو په هکله د امریکې د سفیر راین کراکر غندنه
په کابل کې د امریکې د متحده ایالاتو سفارت هغه کړنې په کلکه غندي چې پدې وروستیو کې په انځوریز ډول خپاره شوي دي او په هغو کې داسې ښودل شوي دي چې امریکايي پوځیان د ۲۰۱۰ کال د ځانمرګو برید کوونکو مړو ته نه درناوی کوي.
د استراتیژیکو همکاریو تړون
ولسمشر اوباما د تیرې سه شنبې په ورځ په یوه نه اعلان شوي سفر افغانستان ته راغی او له افغان ولسمشر حامد کرزي سره د امریکې او افغانستان ترمنځ د استراتیژیکو همکاریو هغه تړون لاسلیک کړ چې وروسته له هغې چې امریکايي پوځیان له افغانستان څخه ووزي او افغانان د امنیت پوره مسوولیت په غاړه واخلي یاد تړون به د دواړو هیوادونو ترمنځ د اړیکو لپاره یو کاري چوکاټ برابروي.
د استراتیژیکو همکاریو تړون
د امریکې د متحده ایالاتو ولسمشر ښاغلی بارک اوباما د افغانستان او امریکې ترمنځ د همکاریو تړون لاسلیکوي. یاد سند به په راتلونکو لسو کلنو کې افغانستان سره د امریکې له لوري د مرستو تړون ته قانوني بڼه ورکړي او همداراز وروسته له کال ۲۰۱۴ څخه له افغانستان سره د امریکې د اوږدمهالې ژمنو دوام په ګوته کوي.
د استراتیژیکو همکاریو تړون
دامریکې د متحده ایالاتو ولسمشر ښاغلی بارک اوباما د استراتیژیکو همکاریو د تړون د لاسلیکولو په غونډه کې ګډونوالو ته وینا وکړه. ولسمشر اوباما په خپل وینا کې پر ګډو قربانیو ټینګار وکړ او د یوې آرامه راتلونکې هیله ېې وکړه.
د استراتیژیکو همکاریو تړون
د امریکې د متحده ایالاتو ولسمشر ښاغلی بارک اوباما د افغانستان او امریکې ترمنځ د استراتیژیکو همکاریو د تړون د لاسلیکولو په غونډه کې د افغانستان د اسلامي جمهوریت ولسمشر حامد کرزي وینا ته غوږ دی. ښاغلی ولسمشر کرزي په خپل وینا کې د افغانستان او امریکې ترمنځ پر روانو همکاریو ټینګار وکړ.
د استراتیژیکو همکاریو تړون
د امریکې د متحده ایالاتو ولسمشر ښاغلي بارک اوباما مخکې له هغې چې د افغانستان او امریکې ترمنځ د استراتیژیکو همکاریو تړون لاسلیک کړي له ښاغلي ولسمشر کرزي سره ولیدل. یاد سند به په راتلونکو لسو کلنو کې افغانستان سره د امریکې له لوري د مرستو تړون ته قانوني بڼه ورکړي او همداراز وروسته له کال ۲۰۱۴ څخه له افغانستان سره د امریکې د اوږدمهالې ژمنو دوام په ګوته کوي.
سرټکی
-
د افغانستان د دارالتادیب هیواد ته راستانه شول
د روان ۲۰۱۲ زیږدیز کال د مارچ په ۲۶ مه د افغانستان د دارالتادیب چارواکي د محابسو د فعالیت او ادارې د څرنګوالي په درې اونیز پروګرام کې له برخه اخیسنې څخه وروسته هیواد ته راستانه شول. د افغانستان د دارالتادیب د ریاست مشر جنرال جمشید، د یادو چارواکو مشري کوله. د یاد روزنیز پروګرام مالي لګښت د امریکې د متحده ایالاتو د مخدره توکو په وړاندې د مبارزې او د قانون د پلي کولو د ادارې لخوا برابر شوی وو.
-
د امریکې اوافغانستان شرکتونو ترمنځ د ګډ کارکولو فرصت
افغانستان ته د سوداګري پلاوي وروستی ماموریت چې د امریکې د نړیوالې سوداګری وزارت مرستیال فرانسیسکو سنشیز له خوا یی مشري کیده ، دامریکې د متحده ایالاتو دولسو شرکتونو د خپلو افغان سیالانو سره د لیدنې فرصت لاسته راوړ چې د سوداګریزو اړیکو د ملاتړ او خصوصی کورنې او بهرنې پانګونې دودې په موخه برابر شوی و.
-
د سفیر مک فارلند لخوا د تفاهملیک لاسلیکول
د ۲۰۱۲ زیږدیز کال د مارچ په ۱۱ مه په کابل کې دامریکې د سفارت د قانون د پلي کولو او ټینګښت د همغږۍ مشر سفیر ستیفن مک فارلنډ او د افغانستان د اسلامي جمهوریت د بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ښاغلی جاوید لودین د هغه تفاهم لیک د لاسلیکولو څخه وروسته چې په هغه کې د قانون د ټینګښت او پلي کولو، د مخدره توکو د ګټه اخیستنې او قاچاق د مخنوي د هلوځلو او د قانون د پلي کولو پروګرامونو لپاره چې د امریکې د متحده ایالات او افغانستان د اسلامي جمهوریت لخوا به په ګډه پلي کیږي ۲۳۸ ملیونه امریکايي ډالره ځانګړي شوي دي، یوبل ته لاس ورکړ.
-
د بېړنيو ژمنيو مرستو ويش
د امريکا د متحده ايالاتو د نړيوالې پرمختيايي ادارې له لوري تمويلېدونکو نړيوالو ادارو او مرستندويه ډلو د کابل د شاوخوا سيمو په پنډغالو کې پر بيوزله کډوالو د بېړنيو ژمنيو مرستو د ويش بهير پيل کړيدی.
-
د امریکې سفارت د افغانستان د موسیقۍ د ملي انستیتیوت لخوا د کنسرت څخه ملاتړ کوي
د کنسرت له پیل څخه مخکې سفیر اولسن ګډونوالو او موسیقي غږوونکو ته وینا وکړه او په افغانستان کې د موسیقۍ د زدکړې، کلتوري ودې او ادبي هنرونو پر ارزښت ټینګار وکړ.
-
د ښځو چارو وزارت د حقوقو ریاست د ودانۍ پرانیسته
د ۲۰۱۲ زیږدیز کال د فبروري په ۷ مه د امریکې د متحده ایالاتو د سفارت د قانون د حاکمیت او پلي کولو د برخې مرستیال برید جنرال دیکسی مورو او د امریکې د متحده ایالاتو
-
د بنسټ د ډبرۍ د ايښودنې غونډه
په کابل کې د امریکې د متحده ایالاتو سفیر راین کراکر، د بشري حقونو د خپلواک کمیسون مشره ډاکتره سیما ثمر، په افغانستان کې د امریکایي پوهنتون غړو ، او د ځایي ټولنې غړو د ۲۰۱۲ زیږدیز کال د فبروری په ۲ مه د یا د پوهنتون د پرانستنې په غونډه کې د یاد مرکز لمړۍ ډبره کښیښوده.
فلکر










