Skip Global Navigation to Main Content
Skip Breadcrumb Navigation
2011 مطبوعاتي خبرپاڼه

د امریکې د سفارت مطبوعاتې اعلامیه

د امریکې د سفارت مطبوعاتې اعلامیه

د ۲۰۱۰ کال د جولای د میاشتې ۱۲مه نیټه

 

 د امریکې د متحده ایالاتو سفیر ښاغلې کارل ایکن بیری او د هغه میرمن چینګ ایکن بیری د جولای د میاشتې د ۱۲ مې نیټې  د بابر په بڼ کې جوړ شوی نندارتون  "امریکا په انځورونو کې"، د علاوالدین د دارالایتام د زدکوونکو سره یو ځاې ونډه واخیسته. امریکا په انځورونو کې هغه ګرځنده نندارتون دی چې د نړې خلکو او زدکوونکو ته د امریکې تر ټولو ارزښتناکه هنرې انځورونه په ننداره ږدي تر څو د امریکې د هنرونو لکه نقاشی، بت جوړونه، انځور اخیستنه او لاسۍ صنایعو د بیلګو په ننداره ایښودلو سره د امریکې د تاریخ او جوړونکو بنسټونو په هکله د لیدونکو  د پوهې کچه لوړه شي . تر دې مهاله له ۱۱۰۰۰ څخه زیاتو خلکو له دی نندارتون څخه لیدنه کړی ده. دا نندارتون لمړۍ د دریو اونیو لپاره په هرات کې تر سره شو او بیا کابل ته راوړل شو.

ښاغلی ایکن بیری د موقع نه په ګټه اخیستنې سره د دوو نقاشیو په اړه خبري وکړی:  په ۱۷۹۶ کال کې د ګیلبریت ستاورت په لاس د جورج واشنګتن جوړه شوی نامتو نقاشی او د دوومی نړیوالې جګړې په مهال د نورمان روکویل په لاس" د بیان د آزادې" په نامه   جوړه شوې نقاشی چی د هغه د هغو  څلور آزادیو د نقاشیو د لړې یوه برخه ده. وروسته هغه د تاریخ په دی مهمو شیبو کی د نقاشی او د ناستو ملمنو تر منځ د ګډو مشترکاتو اهمیت په ګوته کړ.

زه پوهییږم چی تاسو  پدې خپل کوچني عمر کې له افغانستان سره ډیره مینه لری. زه پوهیږم چې تاسو یو آرامه، هوسا او دیموکراتیک هیواد غواړې چی وګړي یی د تعلیم، کار، او خوشحاله ژوند حق ولري. تاسو ډیرې ستونزې ګاللې دي. تاسو د پاول ریویری، جورج واشنګټن او د هغو ځوانانو په څیر چی د افغانستان د خپلواکې لپاره یی جګړه کړی دي زړورتیا لری. تاسو دا وړتیا لري چی په افغانستان کې تاوتریخوالۍ او کرکه له منځه یوسۍ او د ځان لپاره هوسا راتلونکۍ جوړ کړی.

وروسته میرمن ایکن بیری هم له زدکوونکو سره خبرې وکړی.  هغې زدکوونکو ته په امریکې کې د ځنګلې ژوند يو انځور او د "مسافرې مور" نامتو انځور وښوودل. زدکوونکو له میرمن ایکن بیری څخه پوښتني وکړی چی ډیری یې په امریکې کې د واده د دود دستور په اړه وې. وروسته ښاغلی او میرمن ایکن بیری زدکوونکو سره یو ځاې د نندارتون څخه لیدنه وکړه. په پایله کې ښاغلې سفیر او میرمن ایکن بیرې ټولو زدکوونکو ته یوه یوه د انګلیسې ژبې ډکشنریانې د ډالې په توګه ورګړي.

پدغو مراسمو کې برخه اخیستونکي شاګردان  د امریکې د دولت  د انګلیسی د ژبې د زدکړې  د کوچنیو سکالرشیپونو په پروګرام کې ګډونوال دي. په ۲۰۰۳ کال کې د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت له لوري  انګلیسی ژبې ته د لاسرسی لپاره د کوچنیو سکالرشیپونو پروګرام  جوړ شوي دی. د غه پروګرام  له ۱۴ کلنو څخه  تر ۱۸ کلنو تنکیو بیوزلو ځوانانو لپاره د انګلیسی ژبې د زدکړې، د امریکا د کلتور او دیموکراتیکو بنسټونو په اړه د معلوماتو د لاس ته راوړلو او د خپلو هیوادونو په ټولنیزو او اقتصادی پرمختیاوو کی د ونډې اخیستنې فرصت برابر کړي دی. دغه پروګرام په افغانستان کې په ۲۰۰۷ کال  پیل شو او اوس د افغانې دارالایتامونو په ګډون په ۱۳ نورو ځایونو کې له ۱۰۰۰ ډیر زدکوونکي لري.

امریکا په انځورونو کې نندارتون به د جولای د میاشتې تر ۱۸ می نیټی پورې په کابل کې په ننداره کیښودل شی.